لوستونه وييپانګه کتابتون زموږ په اړه اړیکه

کوم ټلویزیون وپېرو؟

په تلويزيونونو کې: ایچ ډي HD / فول ايچ ډي FHD / الټرا ايچ ډي UHD يا4K / او فول الټرا ايچ ډي FUHD يا8K / څه مانا لري؟ په اسانه توګه: د تلويزيون سکرين ته چې ښه ځير شئ کوچني کوچني يو ډول څلورکونجه خانې ،خانې درته ښکاري چې د لاينونو په واسطه يو له بل څخه جدا کېږي .هغه خانه،خانه (پيکسلونه) دي او تصوير ښکاروي، چې د تلويزيون پر سکرين هغه پيکسلونه څومره ازاد وي هغومره د تصوير کوالټي کمزورې او چې څومره هغه خانه،خانه (پيکسلونه) او لاينونه ډېر، کوچني او سره ورغلي وي تصوير په ښه کوالټي او له ډېرو جزياتو سره درته ښکاروي.نو که تلويزيون مو اخيسته : • ايچ ډي يا HD Ready هغه تلويزيون ته وايي چې دغه څلورکونجه خانې (پيکسلونه) يې په افقي ډول ۱۲۸۰ او په عمودي ډول ۷۲۰ وي چې ټولې يې له ضربولو وروسته ۹۲۱۶۰۰ پيکسله کېږي.• فول ايچ ډي FHDهغه تلويزيون ته وايي چې دغه خانې یې په افقي ډول ۱۹۲۰ او په عمودي ډول ۱۰۸۰ پيکسله وي چې ټولو له ضربولو څخه ۲۰۷۳۶۰۰ پيکسله کېږي• الټرا ايچ ډي UHD يا (4K)هغه تلويزيون ته وايي چې له فول ايچ ډي څخه يې تصوير اته ځلې ښه وي، کوچنۍ خانې یې په افقي ډول ۳۸۴۰ وي او په عمودي ډول ۲۱۶۰ پیکسله وي چې د دواړو خواوو له ضربولو څخه ۸۲۹۴۴۰۰ پيکسله لاس ته راځي.• فول الټرا ايچ ډي(FUHD) يا(8K) هغه تلويزيون دی چې د تصوير کيفيت یې له فول ايچ ډي څخه ۱۶ ځلې ښه وي، په افقي ډول یې د پيکسلونو شمېر ۷۶۸۰ او په عمودي ډول ۴۳۲۰ پيکسله وي چې له ضربولو څخه یې ټول پيکسل ۳۳۱۷۷۶۰۰ پيکسله لاس ته راځي.يادونه: تاسې اوس 4K تلويزيون اخيستلو ته اړتيا نه لرئ، ځکه د 4K ويډيو کتلو لپاره بايد ستاسې تلويزيوني چېنلونه (لکه شمشاد، لمر،وطن او نور…) په 4K کوالټي سنبال وي او ۴ کې تصوير خپور کړي ، ځکه که هرڅومره ښه تلويزيون واخلئ خو چې د سورس (منبعې) د تصوير کوالټي خرابه وي،خوند به ځينې وانخلئ، په داسې حال کې چې د افغانستان يوازې: طلوع، طلوع نيوز او يک چېنل د سټلايټ له لارې ايله فول ايچ (FHD)ته اوس را رسېدلي دي يانې په افقي ډول ۱۹۲۰ او په عمودي ډول ۱۰۸۰ پيکسله ده. او بل دا چې دا تلويزيونونه چې په فيسبوک کې یې اعلانونه وينئ په هغه سټنډرډ کوالټي نه دي لکه اصلی کمپنۍ یې چې جوړوي نو زما مشوره داده چې تر راتلونکو څوکلونو کې فول ايچ ډي تلويزيون واخلئ بهتره به وي.همدومره لږلږ ښه دي ، ډېر مو بيا ګنګس کوي

خپلې ژبې سره مینه لرم، ددې پاڼې لیکنې نورو سره شریکوم
د محرمیت پاليسي بیاځلي پوښتنې کوکیز اړیکه
ټول حقوق د سولګر ویب پاڼې سره خوندي دي