لوستونه وييپانګه کتابتون زموږ په اړه اړیکه

کمپیوټر پېژنه او د هغه کارول

کمپیوټر یو بریښناييز ماشين دیکمپیوټر ځانځاني دندې ترسره کويکمپیوټر پروګرام مننونکی دی، دندې منطقي او ریاضیکي ترسره کويکمپیوټر په اصل کې د (کامپیوټ Compute) له کلمې اخستل شوی چې معنایي شمیرنه او محاسبه ده، دا هغه لومړنی تعریف دی چی د کمپیوټر په پیژندلو کې کارول شوی، خو اوس کمپیوټر ډير مغلق او پیچلي کارونه په لنډ وخت کې په چټکه او دقیقه توګه ترسره کوي.د نن کمپیوټر سربیره پر محاسباتو کابو د ژوند په ټولو اړخونو کې هم په ډیره پراخه کچه کارول کیږي. د بیلګې په توګه له کمپیوټر څخه په ګڼ شمیر سیسټمونو، لکه: د مالوماتو لیږد رالیږد، مخابراتي ، ټرافیکي او ودانیزو چارو، د الوتکو او نورو عراده جاتو په ډیزاین او طرحه کې ګټه اخیستل کیږي، نو پر دې بنسټ کولای شو کمپیوټر په لاندې توګه تعریف کړو.کمپیوټر بریښناییز او پروګرام مننونکی ماشین دی چې دقیق، چټک، منطقي او ریاضیکي اجرآت ترسره کوي. د دې تعریف نه دا جوته کیږي، چې کمپيوټر د ورکړیز ډیټا ساتلو، پروسس او سمون وړتیا ولري.کمپیوټر خپلې سپارل شوې دندې او اجراات د لیکل شوي پروګرام پر بنسټ ترسره کوي، یعنې د ورکړيز، پروسس او راکړيز په اصولو عمل کوي.ورکړيز (input)پروسس (process)راکړیز (Output)ډیتا اخلي، پروسس کوي او پروسس شوي مالومات بیرته راکوي، نو کمپیوټر د ورکړيز یا ډیتا اخستلو، پروسس، بیرته راکړیز او راکولو وړتیا ولري. لنډیز: کمپیوټر تکراري دندې د لیکل شوي پروګرام پر بنسټ په اتومات، ځانځاني ډول او په چټکۍ سره ترسره کوي. د ریاضي پیچلي محاسبات او په پراخه پیمانه د تولیداتو وړتیا هم لري.کمپوټر په ورځني ژوند کې:څرنګه چې ټول پوهیږو نن ورځ کمپیوټرونه په هر ځای کې شتون لري او کولای شو له هغو څخه د ګټې اخیستنې له زرګونو ځایونو څخه یادونه وکړو، د ګټې اخیستنې داسې موارد چې کېدای شي لس کاله وړاندې هیځ د تصور وړ نه وو او آن د انسانانو په فکر کې هم تیر شوي نه وو مګر اوس د کمپیوټر پر مټ آسانه او ممکن دي. د کمپیوټر شتون نه یوازې ارزښتمن بلکې ډیر اړین دی.اوس کمپیوټرونه د ژوند په بیلابیلو اړخونو کې په پراخه توګه کارول کیږي. اوسنۍ ټولنې د کمپیوټر له ځواک او ګړندي اجرااتو څخه د ژوندانه په بیلابیو اړخونو کې ګټه اخلي.کمپیوټرونه داسې بریښنايې وسایل دي نږدې ټول هغه مډرن څیزونه چې تاسوو يې پیژنئ او ورسره بلدتیا لرئ، یا د کمپیوټر په واسطه جوړ شوي دي او یا هم د کمپیوټر په وسیله کارول کیږي، نورو بیلګو ته مو پورته یادونه کړې، سربیره په پورته موارد ډیر روغتیايې وسایل کمپیوټري بنسټ لري او دفضايي سفرونو لومړنی پیل د کمپیوټر په واسطه ترسره شوی دی. دې میخانیکې او بریښنایې مغز یا کمپیوټر زموږ په انفرادي او ټولنیز ژوندانه کې ژورې او پراخې اغیزې رامنځ ته کړي دي. د نن ورځې چټک بدلون ټول د کمپیوټر په کارولو سره مخ ته روان دی. که چیرته موږ یوه شيبه هم له کمپیوټر څخه د تشې نړۍ په اړه فکر وکړو. نو پوه به شو چې د روغتیايي علومو په برخه کې رامنځ ته شوي پرمختګونه به ناشوني وو او بیلابیلې درملنې به د مختلفو ناروغیو لپاره کشف او پیژندل شوي نه وی. د کمپیوټر د نه شتون په صورت کې د ټولټاکنو د رایو شمیرل له لویو ستونزو سره مخامخ کیږي. هوایي سفرونه او مزلونه ناشوني کيږي، د الوتکو د طرح او ډیزاین لګښتونه زیاتيږي او په پای کې ویلی شو چې له کمپیوټر پرته ژوند ستونزمن دی. د کمپیوټر اغیزې: کمپیوټر په نړۍ کې یو لوی ټکنالوژيکي بدلون او تحول رامنځ ته کړی دی. کمپیوټر له انسانانو سره مرسته کړې چې نن يې د سوداګرۍ، صنعت اړیکو او مالوماتو راکړه ورکړه پرمختللې کړي او دنیا یې دومره سره نږدي کړي، چې آن کله ورته د یو وړوکې کلي یادونه هم کوي. لاندې مواردو ته په کتو د کمپیوټر اغیز په ورځني ژوند کې لیدلای شو.کمپیوټر په کور کې: نن ورځ ډیر خلک په کورونو کې کمپیوټرونه لري او له دې کمپیوټرونو څخه د کار او یا لوبو لپاره ګټه اخلي. ځینې هغه چارې چې کمپیوټر پکې کارول کیږي په لاندې توګه دي:د بیلابیلو دندو د سرته رسولو په موخه په کور کې کار کولد مالي چارو تنظیمد لیدنو کتنو او ژمنو دسرته رسولو لپاره د وخت تنظیمله ورډ پروسسور څخه د رپوټونو د لیکلو، مطالبو دټایپولو، مقالو، یادښتونو او نورو څیزونو د لیکلو لپاره ګټه اخستلخپلو خپلوانو او همکارانو ته د بریښناييزو پیغامونو لیږلد مالوماتو، رپوټونو لټول او د انټرنیټ له لارې د توکو پیرودلد کتابونو لوستل، او یا اوریدلد زده کړیزو پوستغالو په مټ د ژبو زده کولد لوبو او مشغولتیا په موخه له کمپیوټري لوبو څخه ګټه اخیستلد نړیوال غزیدلی جال یا انټرنيټ پر مټ د نړۍ له ټولو مالوماتي زیرمو او کتابونو څخه ګټه اخیستلتحقیق او څیړنې کولکمپیوټر په سوداګرۍ کې:ډیرې سوداګریزې کمپنۍ او شرکتونه له کمپیوټر څخه په بیلابیلو موخو، لکه: د کمپنۍ سمبالښت، اړیکې، پرلیکه خرڅلاو او داسې نور… کار اخلي.په ځینو چاروکې له کمپیوټرونو څخه ګټه اخیستل آن د انساني ځواک د راکمیدو سبب هم ګرځي. که چېرته خپل چاپیریال ته ځیر شو، نو پوه به شو چې نږدې ټولې سوداګریزې معاملې د کمپیوټر په کارولو مخ ته ځي. د بیلګې په توګه له یوه څخه بل هیواد ته د پیسو لیږدول د کمپیوټري شبکو په مرسته ترسره کیږي.ادارې کې د کمپیوټر کارونه:اداري شرکتونه او سوداګریزې کمپنۍ له کمپیوټرونو څخه د ریکارډونو په زیرمه کولو، د کارکوونکو د نوملړ په ساتلو او د هغو د مزدورۍ په ورکولو، خپلو پیرودونکو ته دلیکونو په استولو او په پای کې له نورو شرکتونو او کمپنیو سره په اړیکو ټینګولو کې کار اخلي.په لویو او وړو مارکیټونو کې د کمپیوټر کارونه سوپر مارکیټونه له مالوماتي ټکنالوژۍ څخه د توکو د نوملړ او د هغو د بیو په ساتلو کې ګټه اخلي. همدا رنګه نوموړي مارکیټونه په لاندې سیستمونو سمبال دي:سمبال دي:POS: يا د خرڅلاو ځای (POS) دلته توکې سکن کيږي او بیا د توکي نوم او بیه پر سکرین یا مونیټور را څرګندیږي.EPOS: دا د POS پرمختللې بڼه ده چې د کمپیوټر له زیرمتون سره وصل وي او د لاسي لایزري کتونکو په مټ د توکو ځانګرېکوډشميرې لولي او د توکو ځانګړتیاوې او بیه د کمپیوټر پرمخ څرګندوي.EFTPOS: یو بریښنايي سیستم دی چې له پیرودونکو څخه پلورونکو ته د بانکي حساب له لارې دپیسو د لیږد دنده تر سره کوي. دا سیستم پیرودونکو ته دا آسانتیا را منځ ته کوي چې هغه وکولای شي د توکو د پیرلو لپاره له اعتباري کارتونو او یا معیادي کارتونو څخه ګټه واخلي.د انټرنت له لارې بانکداري:د انټرنت له لارې بانکداري: په تیر وخت کې د پیرودونکو د اړتیاوو پوره کولو لپاره په نږدې واټن کې د بانکونو څانګو شتون اړین ګڼل کیده، خو نن ورځ د کمپیوټر او انټرنټ په مټ دې چارې خپل ارزښت کم کړی دی.ځینې بانکونه ورځ تر بلې نوي سیستم کارولو ته مخه کوي او خپل خدمتونه د انټرنټ له لارې وړاندې کوي.ډیری بانکونه آن خپلې څانګې انټرنټ پاڼو ته لیږدولي دي او دا څانګې یوازې د انټرنټي اړیکو له لارې خدمتونه وړاندې کوي. مډرنه انټرنټی یا بریښنايي بانکداري، خپلو پیرونکو ته دا موقع ورکوي چې له ټولې نړۍ څخه په اونۍ کې اوه ورځې او څلورویشت ساعته خپلو بانکي حسابونو ته لاسرسی ولري. لنډه دا چې د انټرنټ بانکداري له بسټیزو ټکنالوژيکي پرمختیاوو څخه ده چې زموږ سوداګرې معاملې يې تر بشپړې مثبتې اغیزې لاندې راوستي دي.کمپیوټر په کتابتونو کې: کتابتونونه پر کتابونو باندې معمولن یو ځانګړی کوډ لګوي چې د بارکوډ په نوم یادیږي. کله که څوک غواړي کتاب له ځان سره یوسي او یا يې بیرته کتابتون ته ستون کړ، نو د لایزري سکنرله خوا سکن کیږي. دا ټکنالوژي ددې لامل کیږي، تر څو د کتابتون کارکوونکي د کتابونو نوملړ او سمهالیزه کړي او په کتابتون کې موجود کتابونه د کمپیوټر په زیرمتون کې وساتي. دا یوه بله آسانتیا ده چې مالوماتي ټکنالوژي یې موږ ته وړاندې کوي.کمپیوټر په پوهنه کې: په ننۍ نړۍ کې د کمپیوټر مهارت درلودل ډیر اړین او ارزښمن دي. ځینې ښوونځي له کمپیوټر څخه زده کوونکو د ځانګړتیاوو، نومونو، پتو او نورو مالوماتو د ساتلو سربیره کمپیوټر د خپل نصاب مهمه برخه ګڼي او زده کوونکو ته په دې اړه پرله پسې زده کړې ورکوي. زده کوونکي کولای شي د کمپیوټر د نړۍ په اړه زده کړې تر لاسه کړي او دهغه پرمټ له نورو پوهنیزو مؤسسو سره خپل ښوونځي نښلوې او د زده کړې په موخه ترې کار اخلي. زده کوونکي کولای شي له کمپیوټر څخه د رپوټونو په لیکلو، د نورو پوهنیزو شبکو سره د اړیکو په ټینګولو، په انټرنټي شبکه کې د مالوماتو د لټون او په نوموړې شبکه کې له پرتو پراخو سرچينو څخه ګټه واخلي. بیلګه: له لیرې څخه د زده کړې سیستم: د انټرنټ له لارې زده کړه او مطالعالو ته ویل کیږي. د کمپوټر په نړۍ کې د زده کړې دا لاره د زده کړې پر یوه ډیره عصري لاره چاره باندې اوښتې ده. په ټوله نړۍ کې په ملیونونه زده کوونکي ددې سیستم له لارې په زده کړه بوخت دي.کله چې د کورونا دپراخیدو د مخنیوي له امله په ټوله نړۍ کې هیوادونو د وګړو د خوندي ساتلو لپاره کرنټین او ګرځبندیزونه ولګول چې ټولې د ژوند چارې ورسره په ټپه ودریدلې، دې ناورین د زدکړو سیستمونه هم ډیر کلک وځپل، خو انټرنټ او ننۍ ټکنالوژي و کولای شو د لرې واټن زده کړو سیستم ته وده ورکړي، چې د ټولې نړۍ زده کوونکي وکولای شي د لرې او په آنلاین بڼه له خپل کوره پرته له دې چې ښوونځي ته ولاړشي خپلې زده کړې وکړي.له نیکه مرغه افغانستان هم وکولای شو د خپلو زده کوونکو لپاره د لرې واټن زده کړو سیستم برابر او تنظیم کړي، خو له بده مرغه له هغه ځایه چې آنلاین زده کړه د مخامخ لیدو او یا هم ویډیويې بڼه لري او د آنلاین ویډیویې لوستونو لپاره په ښه کچه انټرنټ ته اړتیا شته، چې د افغانستان انټرنټي سیستم لا په ټول افغانستان دومره پیاوړی نه ده چې دا لوستونه دې په ښه کیفیت او په وخت زده کوونکو ته ورسیږې، نن نه خو کیدای شې سبا يې لا روښانه وي.د زده کړې سیستم:په زده کړه کې کمپيوټر ډیرې پراخې اغیزې لرلې دي. ګڼ شمېر داسې پوستغالي شته چې په بیلابیلو عمرونو کې، له لومړنې ښوونځي څخه تر پوهنتون پورې په کار وړل کيږي.کمپیوټر د ماشومانو په ‌ذهني وده او ارتقا کې اړین رول لوبوي. کمپیوټر څخه په انټرنټ کې د څېړنې او لټون، مقالو لیکلو، له بریښنايي پوهنغونډو، (دایرة المعارف) لکه: ويکيپېډیا، اېنسایکلوپېډیا، ویبوپېډیا او نورو څخه د مطالبو د موندلو لپاره ګټه اخېستل کيږي.د ټیټ عمر لرونکو ماشومانو تر منځ کمپیوټر د ریاضیکي محاسباتو، عملي چارو د سرته رسولو او ددرسي مهارتونو د تمرین لپاره استعمالیږي.د کمپيوټر پر مټ ولاړې زده کړې(CBT):د کمپیوټر پر بنسټ ولاړې زدکړې داسې زده کړې دي چې د کاروونکو د روزنې لپاره د طرح شویو پوستغالو په وسیله کارول کيږي.د انټرنټ پر مټ ولاړې زده کړې(WBT):د انټرنټ پر بنسټ ولاړې زده کړې له (CBT) سره نږدې ورته والی لري، خو زده کړې د انټرنټ له لارې وړاندې کیږي، پردې بنسټ اړینه نه ده چې یو شخصي کمپیوټر ولرئ، بلکې کولای شئ د ټولیزو مرکزونو له لارې لکه: نیټ کافېګانې یا کتابتونو له کمپیوټر او انټرنټ څخه کار واخلئ او زده کړه وکړئ.کمپیوټر په روغتیا کې: په نړ‎ۍ کې روغتیايې مؤسسې هم په پراخه توګه کمپیوټر کاروي. لکه:د ناروغ ځانګړتیاوو او د ناروغیو تاریخچې ثبتولد تشخیصه آلاتو کنټرولد امبولانسونو د پروګرامونو تنظیمولطبي څیړنېطبې لارښوونېانټرنټي طبابتروغتیايې رپورټونو برابرول او تر نورو رسوللوی کمپیوټري تجهیزات چې د طبي څیړنو د ترسره کولو لپاره کارول کیږي، لکه:اېم آر آی (MRI): دا وسیله د ډیرو قوي مقناطیسونو په مرسته کمپیوټري انځورونه د ناروغ بدن له یوې برخې يا ټول بدن څخه اخلي. ځینې وختونه له ځانګړو کمپیوټري پوستغالو څخه د ځانګړو ناروغیو د تشخیص لپاره له دې انځورونو څخه ګټه اخیستل کیږي.کم وخت کې د دقیق تشخیص معلومولو او مناسبې درمنله کې اغیزمن واقع کیدای شي.اي سي جي (ECG): دا سیستم داسې یوه وسیله ده چې له دې لارې يې د زړه ناروغي په ډیره دقیقه او سمه توګه تشخیصیږي.آنګیوګرافي (Angiography): دا هم له مډرنو او پرمختللو وسایلو څخه یو دی چې له هغه څخه د زړه دشریانونو د بندوالي او یا نه بندوالي په اړه دقیق او سم مالومات ترلاسه کیږي. دا هم هغه چارې دي چې د روغتیا په برخه کې د کمپیوټر او نوې ټکنالوژۍ په منځ ته راتګ سره یې خپلې مثبتې اغیزې پریښې دي.کمپیوټر په صنعت کې: کمپیوټر په صنعت کې پراخې اغیزې لري او کیدای شي ووایو چې د صنعت په برخه کې دکمپیوټر تر ټولو لويې اغیزې د طراحۍ او تولید په برخو کې دي. په دې صنعت کې تر ټولو ارزښتمن او معمول وسایل چې Auto-CAD او CAM دي چې کارول کیږي.کمپیوټر په لوبو کې: بله ساحه چې کمپیوټر پکې نیغ په نیغه او د پام وړ اغیزې لري، همدا کمپیوټري لوبې دي. ډیر خلک د غبرګوني فلمونو په ځانګړي توګه د هغو فلمونو مینه وال دي چې د پیاوړو ګرافیکو درلودونکي دي او دا ګرافیک له شک پرته د کمپیوټر په واسطه جوړ شوي دي. نن ورځ په ډیرو فلمونو کې له کمپیوټري پیاوړو ګرافیکو کار اخلي.په فلمونو کې نه يوازې له کمپیوټري ګرافیک او انیمیشن څخه ګټه اخیستل کیږي، بلکې د لوبو په نړۍ کې هم له کمپیوټر څخه په ډیره لوړه کچه د ډیرو زړه راښکونکو او نهایت جالبو لوبو په جوړولو کې ګټه اخیستل کیږي.

خپلې ژبې سره مینه لرم، ددې پاڼې لیکنې نورو سره شریکوم
د محرمیت پاليسي بیاځلي پوښتنې کوکیز اړیکه
ټول حقوق د سولګر ویب پاڼې سره خوندي دي