لوستونه وييپانګه کتابتون زموږ په اړه اړیکه

مصنوعي ځیرکتیا

Chat GPT

لیکنه: محمد عاصم مایار

ځینې ملګري داسې پوښتنې را لېږي چې ګوګل یې هم نشي ځوابولی. دې ملګرو ته زه د ChatGPT د کارولو سپارښتنه کوم. ChatGPT د مصنوعي ذکاوت نوی سافټویر دی چې ستاسو هرې پوښتنې ته لیکلی ځواب وايي. د لاندې لېنک په مرسته یوزر په کې جوړ کړی، بیا تر ۱۰ پوښتنو چې هر څه وي ترې وکړئ، زیاتي به پرې روږدي شي. بیخي فوق العاده شی دی.
بورسو ته غوښتنلیک ورکوونکي پرې Motivation letter، Cover letter او هر شی نور لیکلی شي په دې شرط چې خپل جزیات په ساده متن ورکړی. یعنې تاسې داسې څه غواړئ ولیکئ او دا مو ځانګړنې دي. ChatGPT درته په لوړه سطحه موتیوېشن لېټر لیکي. تر دې چې که ترې وغواړئ د یوې موضوع لپاره د ټویټ متن هم درته لیکي. د انلاین امتحانو سوالونه او بورس د فورمو سوالونه هم درته حلوي.
ما تقریبا میاشت مخکې نوم واورېد بیا مې د څېړنې په اړه ترې وپوښتل چې صحیح کار یې نشو کړی. زیاتي مې پرېښود. خو پرون راهيسې بیا د متن اصلاح لپاره ترې کار اخلم.
بله ځانګړنه یې دا ده چې فارسي یې هم زده ده. یعنې که فارسي پوښتنه ترې وکړئ ځواب درته فارسي لیکي. پښتو کې ضعیف دی خو ان شالله راتلونکي کې به ښه شي.
که څه هم دا سیسټم OpenAI جوړ کړی یعنې وړیا مصنوعي ذکاوت، خو وېره دا ده چې په پیسو نشي او بیې هم د هر کارن لپاره ۴۲ ډالره براورد شوې. نو مخکې له دې چې په پیسو شي، ورشئ کار ترې واخلئ او خپلې پوښتنې مو حل کړئ.
له نورو سره یې شریک کړئ څو له نوې تکڼالوژۍ او د هغو له کارونې او ګټو خبر شي.
https://chat.openai.com/chat
اخځ د ډاکټر محمد عاصم مایار له فېسبوک پاڼې

خپلې ژبې سره مینه لرم، ددې پاڼې لیکنې نورو سره شریکوم
د محرمیت پاليسي بیاځلي پوښتنې کوکیز اړیکه
ټول حقوق د سولګر ویب پاڼې سره خوندي دي